۰

فاریاب:د مرستیال طالب ولسوال په ګډون ۱۰ وسله وال وژل شوي

دوشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۸
سیمه ییز امنیتي چارواکو فاریاب ولایت کې د طالبانو د یوه مرستیال ولسوال په ګډون د دغه ډلې د ۱۰ غړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
فاریاب:د مرستیال طالب ولسوال په ګډون ۱۰ وسله وال وژل شوي
سیمه ییز امنیتي چارواکو فاریاب ولایت کې د طالبانو د یوه مرستیال ولسوال په ګډون د دغه ډلې د ۱۰ غړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي وايي، وسله والو ته دغه مرګ ژوبله تېره شپه (د غبرګولي ۵ مه) د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې اوښتې ده.

د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش وايي، بهرنیو ځواکونو د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په شش تپه کلي کې د طالبانو د ماین جوړولو په یوه مرکز هوايي برید کړی او له منځه یې وړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې هوايي برید کې د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو مرستیال ولسوال حاجي محمد امین او ۹ نور طالبان وزل شوي دي.

یورش زیاتوي، چې حاجي امین په څو ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو پر وړاندې په جګړو کې لاس درلود او په برید کې درې نور طالبان ټپیان شوي هم دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي