طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، وروستیو څو ورځو کې ورښتونو او سېلابونو ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د غوایي ۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې خلکو ته دغه مالي زیان له تېرې غوايي میاشتې اوښتی دی.
سرچینه زیاتوی، چې د تېرې غوايي میاشتې له دوهمې راوروسته سېلابونو کې ۲۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دی.
دغه راز سرچینه وایي، په دې سېلابونو کې ۲۲۱ د هستوګنې کورنه هم زیان من او له منځه تللي دي.
د یادونې وړ ده چې د روان کال په ژمې کې د بارانونو او سېلابونو له امله ګڼو کسانو ته ځاني او مالي زیانونه رسېدلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل