۰

افغانستان کې پنځه رومانیايي سرتېري ټپیان شوي دي

شنبی ۴ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۳
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر ګزمې د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې پنځه رومانیايي سرتېري ټپيان شوي دي.
افغانستان کې پنځه رومانیايي سرتېري ټپیان شوي دي
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر ګزمې د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې پنځه رومانیايي سرتېري ټپيان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون جمعه د افغانستان سویل کندهار ولایت کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې بهرني پوځیانو موټریزه ګزمه کوله.

د رومانیا دفاع وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې د چاودنې او په کې د خپلو پنځو سرتېرو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

راپورونه وایي، رومانیايي سرتېري له امریکايي پوځیانو سره یو ځای ګزمه کوله، چې شاوخوا ۱۲ بجې یې پر نقلیه وسیلې د سړک د غاړې ماین چاودنه وشوه.

د رومانیا دفاع وزارت زیاته کړې، چې په چاودنه کې پنځه تنه سرتېري ټپیان شوي، چې د درملنې لپاره د کندهار هوايي آډې ته وړل شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.

په افغانستان کې د رومانیايی پوځیانو درستیزوالۍ ویلي چې د دې پېښې د علت په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

راپورونه وايي چې دا پنځه پوځیان د جمعې په ورځ د غرمې په دوولس نیمې بجې هغه مهال ټپیان شول چې له امریکايي پوځیانو سره یوځای یې ګزمه کوله.

د رومانیا ولسمشر کلاوس اوهانیس په پېښه خواشني څرګنده کړې ویلي یې دي، زه له خپلو پوځیانو سره چې نن په افغانستان کې په یوه ځانګړي ماموریت کې ژوبل شوي، ځان شریک بولم.

د هغه په وینا په دې سختو شېبو کې د خپلو پوځیانو د ژر تر ژره ښه کېدا هیله کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي