ولسمشریزو ټاکنو ته د سولې او اعتدال ټيم نوماند حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) مشر تادامیچي یاماماتو سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر له مطبوعاتي دفتره خبره شوې خبرپاڼه وايي، چې دوه لورو د افغان سولې او ولسمشرۍ ټاکنو په اړه خبرې کړې دي.
سرچینه زیاتوی، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشر تادامیچي یاماماتو په دې لیدنه کې د ټاکنو او سولې په اړه د مرستې ډاډ ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، اتمر هم په دې لیدنه کې سوله او ټاکنې دواړه د افغانستان لپاره مهمې بللې دي او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې دواړو لورو د سولې پر پروسې او همدا راز ټاکنو ته پر چمتووالي بحثونه کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل