کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د هغه شپږو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی، چې په خبره یې د طالبانو سره یې همکاري او اړیکې درلودې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن پنشنبې د غبرګولي دوهمه پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه کسان تېره شپه (د غبرګولي اوله) د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پولیسو ځانګړو ځواکونو پرون شپه د سروبي په اوزبین ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات وکړل او پر مهال یې د طالبانو دغه شپږ تنه غړي ونیول شول.
کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال کابل کې د طالبانو د غړو د نیولو خبر ورکوي، چې څو ورځې وړاندې طالبانو د کابل ښار د دوغ آباد په سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته د روژه ماتي پر مهال برید وکړ، چې په کې درې پولیس و وژل شول او څلور نور ټپیان شول.
جمهورخبري آژانس:کابل