۰

خلیلزاد د سولې په تړاو د امریکا سنا مجلس ته معلومات ورکړي

چهارشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۹
ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد امریکايي سناتورانو ته د طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه معلومات ورکړي.
خلیلزاد د سولې په تړاو د امریکا سنا مجلس ته معلومات ورکړي
ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد امریکايي سناتورانو ته د طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه معلومات ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د سنا مجلس نه د خپرې شوې خبرپاڼې پر اساس خلیلزاد نن چهارشنبې د جواز اوله کانګرېس ته وربلل شوی دی.

باید و ویل شي، چې خلیلزاد په تېرو اوو میاشتو کې د افغان سولې په تړاو شپږ ځلې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته سفرونه کړي او هر ځل یې د طالبانو له استازو سره کتلي دي.

هغه د سولې په تړاو په وروستیو سفرونو کې د طالبانو د یوه مهم او بانفوذه غړي ملا برادر سره هم لیدلي او ټاکل شوې، نن به په قطر کې له طالبانو او د یادې ډلې له سیاسي مرستیال، ملابرادر سره د خبرو او لیدنې جزییات او معلومات وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي