۰
سوشما سوارج:

د افغانستان، سولې، ثبات او اقتصادي برخه کې همکارۍ ته ژمن یو

چهارشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۸
د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سوراج وايي، هېواد یې د هر هغه اقدام ملاتړ او همکاري کوي، چې افغانستان پرې تل پاتې سولې او ثبات ته رسېدای شي.
د افغانستان، سولې، ثبات او اقتصادي برخه کې همکارۍ ته ژمن یو
د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سوراج وايي، هېواد یې د هر هغه اقدام ملاتړ او همکاري کوي، چې افغانستان پرې تل پاتې سولې او ثبات ته رسېدای شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن سوراج دغه څرګندونې د قرغزیستان پلازمینه بشکیک کې د بهرنیو چارو د وزیرانو یوې غونډې ته د خبرو پر کړې دي.

نوموړې زیاته کړې، هند د افغانستان، سولې، پرمختګ او اقتصادي برخه کې همکارۍ ته ژمن دی او د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د دایمي سولې، پرمختګ، یووالي، ثبات، امنیت او اقتصادي ودې سبب کېږي.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې تمه ښودلې، چې د افغانستان د سولې روانه پروسه مثبتې پایلې ولري او په دغه هېواد کې ددایمي امنیت د راتګ سبب شي.

باید و ویل شي، چې هند تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د سولې او ثبات د راتګ په برخه کې د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي