۰
جنرال مېلر:

داعش خطرناکه دي موږ یې له نېږدې څارو او وبه ځپل شي

چهارشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۴
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په افغان خاوره کې د داعش د فعالیت د زیاتېدو پخلی کوي، خو وايي، وبه یې ځپي.
داعش خطرناکه دي موږ یې له نېږدې څارو او وبه ځپل شي
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په افغان خاوره کې د داعش د فعالیت د زیاتېدو پخلی کوي، خو وايي، وبه یې ځپي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر پرونس سه شنبې د غوايي ۳۱ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د داعش د فعالیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي و ویل، چې داعش، افغانستان، سیمې او نړۍ ته یو خطرناک سازمان دی، چې باید له نېږدې وڅارل شي او وځپل شي.
هغه و ویل« موږ له افغاني شریکانو سره پر داعش زورور تمرکز لرو او فشار ته ادامه ورکوو، موږ دوی په کابل او ځینو ولایتونو کې لیدلي او که په هر ځای کې ولیدل شي، ترفشار لاندې به راشي»

د بهرنیو ځواکونو قوماندان وايي، القاعده شبکه هم د نړۍ لپاره خطرناکه ډله بللې او وايي، څه چې اوس مهال د داعش او القاعده لیدل کېږي، د دوی د تګلارې څرنګوالی او توانمندۍ ده، چې په راتلونکي کې څه پلان لري.

خو په وینا یې په دواړو حالتونو کې یې افغانستان او نړۍ ته خطر زیات او یو لوی ګواښ دی.

د بهرنیو ځواکونو امریکایي قوماندان پر داسې مهال افغانستان کې د داعش او القاعده پر فعالیت اندېښنه شيي، چې پرون د د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو رییس الکساندر بورتنیکوف هم افغانستان کې  داعش د فعالیت پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې وه.

نووړي  ادعا کړې وه، چې د افغانستان په شمال کې د ګډو ګټو د خپلواکه هېوادو په پولو د داعش او ترهګرو ډلو کابو ۵ زره غړي راټول شوي دي.

هغه ویلي، د داعش د خراسان څانګې له وړاندې څخه دې سیمو ته نژدې ۵۰ زره غړي استولي دي او د دغو کسانو لویه برخه د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو هغه اتباع دي چې په سوریه کې جنګېدلي دي.

د هغه په وینا په دې سیمو کې د ترهګرو ځای پر ځای کېدا په منځنۍ اسیا کې کړکېچ پراخوي او  دوی په مکرر ډول د ګډو ګټو هېوادونو ته نفوذ کوي.

ده و ویل، چې دغه ترهګر په دې هېوادونو کې له منظمو جنایتکارو ډلو سره یوځای کېږي چې ورسره د پولې له هغې خوا د مخدرو موادو قاچاق، او همداراز د وسلو او غیرقانوني کډوالو راتګ ډېرېږي.

د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو رييس د منځنۍ اسیا له هطوادونو وغوښتل چې خپل سرحدي تاسیسات پیاوړي کړي، د مهاجرو د راتګ مخه ونیسي او د تروربیستي ډلو د ایډیالوژۍ پر ضد مبارزه تېزه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي