د امریکا په الاسکا ایالت کې د یوې الوتکې غورځېدو په پېښه کې دوه کسان وژل شوي دي، چې یو یې پیلوټ او یوه یې سپرلۍ ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي وايي، دغه الوتکه پرون سه شنبې د متلتکتلا په ساحل کې لویدلې ده.
د یاد ایالت د هوانوردۍ چارواکي وایي، دا په یوې اونۍ کې د سیلانیانو دویمه الوتکه ده چې غورځيږي.
تېره سه شنبه هم همداسې یوه بله الوتکه وغورځېده چې شپږ تنه په کې مړه شول. دا دواړه الوتکې سیاحتي وې چې معمولاً مسافر او سیلانیان د سمندر په سر او څنډو کې ګرځوي او کله ناکله داسې نمایش هم ورکوي چې د الوتکې ځینې برخې د سمندر له اوبو سره ولګېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل