۰

کندوز کې د طالبانو څلور مهم قوماندانان وژل شوي دي

سی شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۲
کورنیو چارو وزارت وایي، ځانګړو پولیس او افغان کمانډو ځواکونو کندوز ولایت کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایه عملیات تر سره کړي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
کندوز کې د طالبانو څلور مهم قوماندانان وژل شوي دي
کورنیو چارو وزارت وایي، ځانګړو پولیس او افغان کمانډو ځواکونو کندوز ولایت کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایه عملیات تر سره کړي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د غوایي ۳۱ مه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي، چې ګډو ځواکونو دغه غملیات تېره شپه ولایت د آقتاش ولسوالۍ په اړوند سیمو کې کړي دي.

سرچینه زیاتوي، په دې عملیاتو کې د طالبانو د څلور مهم قومندانان سید عمر مشهور په جهادمل، سمېع مشهور په عبید، عبدالبصیر مشهور په زاهد او مدثر مشهور په شهباز هر له خپلو څلورو نورو ملګرو سره وژل شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو دې مهمو غړو په کندز ولایت کې د ترهګریزو پېښو په جوړولو او سازماندهۍ کې لاس درلود.

د عملیاتو په لړ کې ۴۸ کړۍ بېلابېل ماینونه، ۳۰ ډزه د درنو وسلو ګولۍ او یو شمېر مهمات او د ترهګرو طالبانو د ماین جوړونې یوه کارخونه ویجاړ او له منځه وړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي