۰

هند یو ځل بیا پاکستان ته خبرداری ورکړی دی

سی شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۵
د هند دفاع وزارت وایي، دوی پر کنټرول لاین د پاکستان حرکات او فعالیتونه څاري، چې په وینا یې که دا ځل یې سرغړونه وکړه سخت ځواب به ورکړي.
هند یو ځل بیا پاکستان ته خبرداری ورکړی دی
د هند دفاع وزارت وایي، دوی پر کنټرول لاین د پاکستان حرکات او فعالیتونه څاري، چې په وینا یې که دا ځل یې سرغړونه وکړه سخت ځواب به ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند ددفاع وزارت لوړپوړي جنرال رنبیر سنګهـ چې پرون کشمیر ته تللی و دغه څرګندونې هلته کړې دي.

نوموړي خبرداري ورکړی که پاکستان د قانون او هوکړو خلاف حرکت ترسره کړي نو د هند له سخت غبرګون سره به مخ شي.

جنرال رنبیر سنګهـ پر کنټرول لاین پرتو سرتېرو ته هم امر کړی چې د پاکستان حرکات او فعالیتونه دې څاري او د ستونزو په صورت کې یا له هوکړو د سرغړونې په صورت کې د پر پاکستاني سرتېرو بریدونه وکړي.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې د هند او پاکستان تر منځ اړیکې د پخوا په پرتله زیاتې ترینګلې شوې دي او دواړه لوري په لانجمن کشمېر کې یو پر بل بریدونه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي