۰

کندهار کې د یوې خونړۍ پېښې مخه نیول شوې ده

دوشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۷
کورنیو چارو وزارت وايي، کندهار ولایت کې د یوې خونړۍ پېښې د رامنځ ته کېدو مخه نیول شوې او درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
کندهار کې د یوې خونړۍ پېښې مخه نیول شوې ده
کورنیو چارو وزارت وايي، کندهار ولایت کې د یوې خونړۍ پېښې د رامنځ ته کېدو مخه نیول شوې او درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن دوشنبې د غوايي ۳۰ مه پر خپله فسبوک پانه لیکلي، چې پولیسو په کندهار ښار کې د یوې کړۍ ماین په کشف او شنډولو سره د یوې لویې ترهګرې پېښې د رامنځ ته کېدو مخه نیولې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، طالبانو دغه ماین په یوه هوټل کې د ننه اېښی و، چې موخې ته له رسېدو وړاندې د پولیسو له خوا کشف او شنډ کړی شو.

بل خوا کورنیو چارو وازرت وایي، د طالبانو هغه درې تنه غلکچي بریدګر هم وژل شوي، چې غوښتل یې کندهار ښار کې پولیس ترور کړي.

سرچینه زیاتوي، دغه درې تنه غلچکي بریدګر د کندهار ښار د لومړۍ او لسمې امنیتي حوزو اړوند سیمو کې ملي پولیسو تر پېژندلو وروسته هغه مهال و وژل چې غوښتل یې نور پولیس ترور کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي