د پوهنې سیمه ییز چارواکي وایي، زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوي ښوونځي له کلونو بندېدو وروسته بېرته پرانستل شول.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د زابل د پوهنې رییس نصرالله زاهد ویلي، دغه ښوونځي د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې پرانستل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، څلور ښوونځي چې له تېرو ۱۳ کلونو راهیسي طالبانو بند کړي و، د قومي مشرانو په مرسته پرانستل شوي دي.
د زابل د پوهنې ریسس وايي، په دې ښوونځیو کې تر اوسه ۷۲۰ زده کونکي ثبت کړي دي.
د سیمې خلکو او زده کوونکو پر دې خوشحالي ښودلې خو وایي ستونزې لا هم زیاتې دي، چې باید ورته جدي پاملرنه وشي.
جمهورخبري آژانس:زابل