۰
امریکايي سناتور:

له افغانستانه په بېړه راوتل به لویه تېروتنه وي

یکشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۳
امریکایې سناتور مارک وارنر وايي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو په بېړه را ایستل به یوه لویه تېروتنه وي او دا هېواد به له نور تاوتریخوالي سره مخ کړي.
له افغانستانه په بېړه راوتل به لویه تېروتنه وي
امریکایې سناتور مارک وارنر وايي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو په بېړه را ایستل به یوه لویه تېروتنه وي او دا هېواد به له نور تاوتریخوالي سره مخ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وارنر ویلي، د افغانستان د امنیت او سولې لپاره د امریکا پوځ دېرې قربانۍ ورکړې او ډېرې پیسې مصرف شوې دي.

سناتور مارک وارنر زیاته کړې، چې د ده په فکر دا مناسبه ده، چې د وسله والو طالبانو سره خبرې اترې وشي او بهرني ځواکونه په بېړه ونه وځي.

هغه ټینګار کړی، که امریکا په بیړه او د یو منظم پوځي انتقال پرته د افغانستان څخه ووځي نو ممکن افغانستان بیرته تاوتریخوالو سره مخ شي، چې دا نه د افغانانو او نه هم د نړۍ لپاره ښه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي