۰

د امریکایي ځواکونو ویاند: ټول سوله غواړي خو طالب جګړه

یکشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۰
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ډیوبټلر وايي، افغان ولس، افغان ځواکونه، او ښکېل ټول اړخونه په افغانستان کې سوله غواړي، خو طالبان جګړه.
د امریکایي ځواکونو ویاند: ټول سوله غواړي خو طالب جګړه
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ډیوبټلر وايي، افغان ولس، افغان ځواکونه، او ښکېل ټول اړخونه په افغانستان کې سوله غواړي، خو طالبان جګړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بټلر ویلي، طالبانو په دوامداره توګه سوله رد کړې او جګړې ته یې دوام ورکړی دی، په داسې حال کې، چې افغان ولس، افغان حکومت او امریکا متحده ایالت سولې ته تیار دي.

هغه زیاته کړې«افغان ولس، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه او موږ پر سوله ټینګار کوو، مو غواړو جګړه همدا نن ختمه او نه غواړو، چې افغانان نور و وژل شي، خو طالبان پر جګړه ټینګار کوي او سوله ردوي.»

نوموړی وايي، چې اوس هم جګړه روانه ده، په دواړو لورو کې سلګونه افغانان وژل کېږي، او یو د بل پر وړاندې په تهاجي حالت کې دي، خو اوس د طالبانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، که طالبان سوله ونه مني امریکايي ځواکونه به یې پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي