۰

فاریاب کې یوه پېغله د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوې ده

شنبی ۲۸ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۹
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په فاریاب ولایت کې یوه انجلۍ د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلې او په تور یې دوه تنه نیولي دي.
فاریاب کې یوه پېغله د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوې ده
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په فاریاب ولایت کې یوه انجلۍ د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلې او په تور یې دوه تنه نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، انسان تښتوونکو دا نجلۍ له تښتولو وروسته د میمنې ښار د درېیمې ناحیې په اړوند سیمو کې ساتله.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې د فاریاب د امنیه قوماندانۍ د درېیمې حوزې موظفینو د یوه عملیات په لړ کې دغه ۲۴ کلنه نجلۍ له انسان تښتونکو راخوشې.

په خبرپاڼه کې راغلي دغه نجلۍ خپلې کورنۍ ته سپارل شوې او دوه تنه انسان تښتوونکي نیول شوي، چې د پولیسو تر پلټنو لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پولیسو پرون په هرات ولایت کې هم پنځه تنه ډاکتر د انسان تښتونکو له منګولو ژغورلي، څلور انسان تښتونکي یې نیولي او یو تن یې وژلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي