۰

ځانګړو ځواکونو کندهار کې د طالبانو پر یو پټنځای عملیات کړي

شنبی ۲۸ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۵
کورنیو چارو وزارت وايي، ځانګړو افغان پولیسو کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه پټځای عملیات کړي او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
ځانګړو ځواکونو کندهار کې د طالبانو پر یو پټنځای عملیات کړي
کورنیو چارو وزارت وايي، ځانګړو افغان پولیسو کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه پټځای عملیات کړي او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن شنبې د غوايي ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړو افغان پولیسو دغه عملیات تېره شپه د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د بند تیمور په سیمه کې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې عملیاتو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او دغه راز د هغوی ۱۵ شل لېتره بوشکه ماینونه له منځه وړل شوي دي.

دغه راز وزارت وايي، افغان ځواکونو د خاکرېز ولسوالۍ د چهار سنګ په سیمه کې هم عملیات کړي، چې په پایله کې یې پنځه وسله وال وژل شوي دي.

بل خوا وزارت د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ د لوی مانده په سمیه کې هم د عملیاتو پر مهال د دوه وسله والو طالبانو د وژل کېدو او د هغوی څخه د څو کلیو د پاکولو خبر ورکړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو له خوا اېښودل شوي ۱۵ کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ کړی شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي