۰

د امریکا کانګرس د سولې خبرو کې د طالبانو د لګښت ورکړه رد کړه

شنبی ۲۸ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۰
د امریکا کانګرس د دوه زره شلم کال بودیجه کې هغه قرارداد رد کړی چې په کې د طالبانو د خورا څښاک، استوګنې او سفرونو لګښتونه غوښتل شوی و.
د امریکا کانګرس د سولې خبرو کې د طالبانو د لګښت ورکړه رد کړه
د امریکا کانګرس د دوه زره شلم کال بودیجه کې هغه قرارداد رد کړی چې په کې د طالبانو د خورا څښاک، استوګنې او سفرونو لګښتونه غوښتل شوی و.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون له کانګرسه غوښتي وو چې د سولې خبرو کې وسله والو طالبانو ته د لګښتونو د ورکړې صلاحیت پنټاګون ته ورکړي خو کانګرس یې دا غوښتنه رد کړې ده.

دفاع وزارت د کانګرس تر رد وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي، کانګریس نوې لایحه په دې محتوا تصویب کړې چې؛ د هېڅ هغو ناستو ولاړو لګښت طالبانو ته نه اجراء کیږي؛ چې افغان حکومت او ښځې پکې مستقیم حضور ونه لري .

د امریکا د کانګرس د دفاعي کمېټې رییس د ویاند له خولې ویلي، چې دفاع وزارت دغه طرحه د روان کال په لومړیو کې کړې وه.

نوموړي ویلي دې ته په پام سره چې طالبانو بریدونه زیات کړي، افغان دولت یې په رسمیت نه دی پېژندلی، د ښځو حقونو ته ژمن نه دي نو ځکه د دفاع وزارت دغه غوښتنه د قانون د ګټو خلاف بلل شوې ده.

وسله والو طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا خبره د امریکا یوه لوبه او د طالبانو د بدنامولو دسیسه بللې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي