۰

د ولسي جرګې د رییس ټاکنې لومړی پړاو بې پایلې پای ته ورسېده

پنجشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۸
د ولسي جرګې غړو د دغه جرګې د رییس د ټاکلو لپاره نن پنشنبې د غوایي ۲۶ مه ټاکنې تر سره کړې، خو بې پایلې پای ته ورسېدې.
د ولسي جرګې د رییس ټاکنې لومړی پړاو بې پایلې پای ته ورسېده
د ولسي جرګې غړو د دغه جرګې د رییس د ټاکلو لپاره نن پنشنبې د غوایي ۲۶ مه ټاکنې تر سره کړې، خو بې پایلې پای ته ورسېدې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې د ریاست د څوکۍ لپاره څلورو تنو وکیلانو، کمال ناصر اصولي، میر رحمان رحماني، میرویس یاسیني او عمر نصیر مجددي ځانونه نوماند کړي وو.

د جرګې د نن ورځې نصاف ۲۴۲ تنه وو، چې د داخلي اصولو له مخې باید هر بریالي نوماند باید ۵۰+۱ یعنې ۱۲۲ ګټلې وای، خو څلور واړه نوماندان ونه توانېدل، چې ټاکلې رایې تر لاسه کړي.

په ټاکنو کې کمال ناصر اصولي ۶۹، میررحمان رحماني ۷۵، میرویس یاسیني ۵۹ او عمر نصیر مجددي ۷ رایې وړې، چې په دې سره د ولسي جرګې د رییس ټاکلو ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې.

د ولسي جرګې د داخلي اصولو له مخې هر هغه نوماندان چې په لومړي پړاو کې یې تر نورو ډېرې رایې ګټلې باید بیا ورته رایه اچونه وشي او هر یوه چې ډېرې رایې یووړې هغه به د جرګې رییس وي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي