۰
واشنګټن کې افغان سفیره:

امریکا له افغانستان سره د همکاریو د دوام ډاډ راکړی دی

پنجشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۶
په واشنګټن کې د افغانستان سفیره مېرمن رویا رحماني وایي، امریکا له افغانستان سره د خپلو دوامداره همکاریو او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
امریکا له افغانستان سره د همکاریو د دوام ډاډ راکړی دی
په واشنګټن کې د افغانستان سفیره مېرمن رویا رحماني وایي، امریکا له افغانستان سره د خپلو دوامداره همکاریو او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن رحماني دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د امریکا غږ په مرکزي دفتر کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا له مرستو مننه کړې او وايي په دې برخه کې به د دواړو هېوادونو همکاري روانه وي.

مېرمن رحماني ترهګرۍ یوه سیمه ایزه او نړیواله ستونزه ده او په وړاندې یې د مبارزې لپاره د سیمې له هېوادونو سره د اجماع په رامنځ ته کېدو کار پیل شوی دی.

امریکا کې افغان سفیرې زیاته کړې، ممکن د دواړو هیوادونو د همکاریو په څرنګوالې کې بدلون راشي خو د کابل او واشنګټن اړیکي به اوږدمهاله وي.

آغلې رحماني تر بل هر وخته اوس افغانستان د مرکزي آسیا له هیوادونو سره وصل وباله او ویې ویل اوسمهال له یو شمیر دغو هیوادونو سره د صحت، معارف ، ترانزیت ، تجارت، بریښنا په ګډون په ګڼ شمیر برخو کې د پروژو په عملي کیدو کار روان دی.

هغې په افغانستان کې د سولې وروستۍ مشورتي جرګه بریالۍ وبلله او ویې ویل په دې جرګه کې د افغانستان د خلکو استازو له طالبانو سره د راتلونکو خبرو اترو حدود وټاکل او افغان حکومت د همدې جرګې د پرېکړو پر اساس عمل کوي.

میرمن رویا رحماني د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې د پاکستان ونډه مهمه وبلله او ویې ویل دوی د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د مثبت رول غوښتونکي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي