۰

غزني کې ۳۳ پاکستاني وسله وال وژل شوي دي

چهارشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۳
سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د ۳۳ پاکستانیانو په ګډون ۴۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
غزني کې ۳۳ پاکستاني وسله وال وژل شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د ۳۳ پاکستانیانو په ګډون ۴۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، دغه عملیات وړمه شپه د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ځانګړو افغان او بهرنیو ځواکونو د اندړو ولسوالۍ په سردې سیمه کې کومانډويي عملیات وکړ، چې په ترڅ کې یې د ۳۳ پاکستانیانو په ګډون ۴۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند وایي، دا عملیات د کره اپراتیفي معلوماتو پر اساس د اندړو ولسوالۍ د سردې سیمې د لوی ساره جومات په شاوخوا کې شوي دي.

د هغه په وینا، چې د وژل شویو وسله والو مړي په سیمه کې پراته دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې څو ورځې وړاندې هم په دغه ولایت کې د دریو پاکستانیانو په ګډون یو شمېر وسله وال مخالفین وژل شوي وو، چې ځینې په کې د پاکستان د پوځ افسران هم وو.

جمهورآژانس:غزني

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي