۰

کوټه کې چاودنې د پولیسو په ګډون ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

سی شنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۶
د بلوجستان ایالت مرکز کوټه ښار کې د پولیسو پر ګزمه چاودنه شوې، چې له امله یې د پولیسو په ګډون ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کوټه کې چاودنې د پولیسو په ګډون ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د بلوجستان ایالت مرکز کوټه ښار کې د پولیسو پر ګزمه چاودنه شوې، چې له امله یې د پولیسو په ګډون ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستانۍ رسنۍ وايي، پېښه تېره شپه د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې ښار په سېټلایټ ټاون سیمه کې رامنځ ته شوې.

راپورونه وایي، د پولیسو ګزمه له دې سیمې د تېرو په حال کې وه، چې د سړک درول شوي چاودېدونکو توکو ډک موټر سایکل چاونه پرې شوې ده.

ځايي امنیتي چارواکي وايي، په چاودنه کې څلور پولیس وژل شوي او د دوه پولیسو په ګډون ۱۱ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د چاودنې مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک پر ځان منلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي