تخار، خوست او هلمند کې غله نیول شوي دي

24 ثور 1398 ساعت 10:37

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په تخار، خوست او هلمند ولایتونو کې د غلا او انسان وژنې په تور یو شمېر کسان نیولي دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په تخار، خوست او هلمند ولایتونو کې د غلا او انسان وژنې په تور یو شمېر کسان نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې پولیسو تخار کې دوه تنه د نقلیه وسایطو د غلا په تور نیول شوي دي.

دی وايي، دغه غلو یوه میاشت وړاندې یو مازدا موټر د تخار ولایت څخه غلا کړی و، چې تېره ورځ د موټر سره یو ځای د پولیسو له خوا ونیول شو.

دغه راز کورنیو چارو وزارت وايي، د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو دوه تنه د غلا او وژنې په تور نیولي دي.

سرچینې زیاته کړې، یو تن چې څه موده دمخه یې یو سراچه موټر تښتولی و او بل چې د یو کس په وژلو کې یې لاس درلود، د ملي پولیسو له خوا ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت وايي،  د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو څلور عرادې غلا شوي وسایط نیولي.

خبرپاڼه کې ویل شوي په غلا شویو وسایطو کې درې یې موټر او یو یې موټر سایکل دی، چې له یو شمېر غلو سره نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116382

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116382/

جمهور
  https://www.jomhornews.com