۰

کابل کې د امریکا سفیر: طالبان سولې ته چمتو نه دي

سی شنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۸
کابل کې د امریکا سفیر جان بس وايي، د افغان سولې په تړاو د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ خبرو کې زیات پرمختګونه نه دي شوي.
کابل کې د امریکا سفیر: طالبان سولې ته چمتو نه دي
کابل کې د امریکا سفیر جان بس وايي، د افغان سولې په تړاو د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ خبرو کې زیات پرمختګونه نه دي شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې باس چې له آزادۍ رادیو سره یې مرکه کړې ویلي، تر اوسه له طالبانو د افغان حکومت سره خبرو ته جدیت نه دی لیدل شوی.

د هغه په وینا له طالبانو سره د خلیلزاد په شپږم پړاو خبرو کې په دې برخه کې پرمختګ شوی، چې افغان خاوره به نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي، خو په نور برخو په ځانګړي ډول د تشدد کمولو په برخه کې زیات څه نه دي تر لاسه شوي.

نوموړي ویلي«په خواشنۍ سره په هغه څه کې، چې اوربند د افغان ولس غوښتنه او موږ یې هم ملاتړ کو، پرمختګ نه دی شوی او نه هم له طالبانو دا جدیت لیدل شوی، چې دوی دې له افغان حکومت سره خبرې وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مرکچي شېرمحمد عباس ستانکزي په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ویلي، تر چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي، طالبان به اوربند او بین الاافغاني خبرو ته چمتو نه شي.

جان بس دا هم ویلي، چې امريکا له افغانانو سره د افغانستان د راتلونکي پرمختګ په خاطر په اقتصادي، روزنيزو او ښوونيزو برخو کې مرستې کړي چې غواړي دې کار ته دوام ورکړي.

د امریکا سفیر وړاندې زیاته کړې«پرته له شکه دا چې د بشري مرستو ورهاخوا امریکا څومره مرسته کولای شي، دا به د موافقې په شرایطو او په‌دې پورې اړه ولري چې طالبان بېرته د ټولنې برخه شي.»

د نوموړي په وینا هغه ټولنه چې د نورو هېوادونو د پراخې ټولنې برخه وي چې د یو بل خپلواکي ته درناوی ولري او له یو بل سره ګډ کار وکړي، څو یو بل ته خطر پېښ نه کړي.

باید و ویل شي، چې د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ شپږم پړاو خبرې د تېرې جمعې په ورځ قطر کې پای ته ورسېد، چې دواړو لورو په کې د پرمختګو خبره وکړه، خو کوم توافق یې نه دی کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي