پنټاګون له امریکایي سناتوران افغانستان ته د سفرونو کمولو غوښتنه کړې

24 ثور 1398 ساعت 8:26

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په یوه تازه اقدام کې له امریکايي سناتورانو غوښتي، چې افغانستان ته خپل سفرونه راکم کړي.


د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په یوه تازه اقدام کې له امریکايي سناتورانو غوښتي، چې افغانستان ته خپل سفرونه راکم کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا سرپرست دفاع پاتریک شاهان ویلي، افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب دی او همدا راز سناتوران دې د امریکا د اقتصادي مسایلو لپاره افغانستان ته سفرونه محدود کړي.

خو امریکایي رسنیو ویلي، دفاع وزارت په دې توګه هڅه کوي، چې د افغانستان له ریښتیني وضعیت څخه امریکایي سناتوران بې خبره وساتي.

په ورته وخت کې امریکايي سناتورانو بیا ویلي چې دوی به افغانستان ته سفرونه کوي او په دغه هېواد کې به د امریکا اوږده جګړه، د سولې پروسه او نور سیاسي مسایل له نږدې څاري.

سناتورانو د پنټاګون وړاندیز غندلی دی او وايي، د امریکايي وګړو د استازو په توګه د خپل هېواد د بهرنیو چارو څارنه د دوی مسوولیت دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116376

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116376/

جمهور
  https://www.jomhornews.com