۰

پاکستاني ځواکونو کونړ بیا په توغندیو ویشتی

دوشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۱
پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا په ختیځ کونړ ولایت لسګونه توپوونه ویشتي، چې له امله یې ګڼ شمر کورنۍ د سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي.
پاکستاني ځواکونو کونړ بیا په توغندیو ویشتی
پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا په ختیځ کونړ ولایت لسګونه توپوونه ویشتي، چې له امله یې ګڼ شمر کورنۍ د سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځايي خلک وایي، پاکستاني پوځیانو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د توپ ۹۲ مرمۍ ور ویشتي دي.

د سیمې د خلکو په وینا پاکستاني ځواکونه د کونړ غازي آباد او مرورې ولسوالیو بریدونه کړي، چې د توپو د ډزو له امله یې ګڼو خلکو خپل کورنه پرېښي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم هم وایي، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې پاکستانی ځواکونو نېږدې سل ګولي پر کونړ توغولې دي.

د سیمې د خلکو په وینا په دې تازه بریدونو کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو خلکو یې له ویرې خپل کورنه پرېښي او په نورو سیمو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستاني ځواکونه له ډېورنډ فرضي کرښې پر ختیځو ولایتونو بریدونه کوي، بلکې له دې وړاندې یې هم په وار وار ورته عمل کړی او خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي