۰
شنوونکي:

پر افغان پوځ د بودیجې کمول، پاکستان ته امتیاز او طالب ته روحیه ورکول دي

شنبی ۲۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۲
پوځي شنوونکي د امریکا له خوا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بودیجې کمول د افغانستان د خلکو په حق کې خیانت بولي وايي، د امریکا دا کار پاکستان ته امتیاز او طالبانو ته روحیه ورکول دي.
پر افغان پوځ د بودیجې کمول، پاکستان ته امتیاز او طالب ته روحیه ورکول دي
پوځي شنوونکي د امریکا له خوا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بودیجې کمول د افغانستان د خلکو په حق کې خیانت بولي وايي، د امریکا دا کار پاکستان ته امتیاز او طالبانو ته روحیه ورکول دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا دفاع وزارت پرون جمعه اعلان کړی، چې د مکسیکو په پوله د دېوال جوړولو لپاره افغان پوځ ته له ځانګړې شوې بودیجې پیسې ورکول کېږي.

د امریکا کانګرېس په ۲۰۱۹ کال کې د افغان
د پوځي چارو شنوونکی جنرال عتیق الله امرخېل په دې اړه جمهور خبري آژانس ته و ویل«د امریکا دا اقدام طالبانو ته د روحیې ورکول دي او له بلې خوا امریکا غواړي افغان حکومت ته ښکاره کړي، چې نور یې له پوځه مالي ملاتړ نه کوي، په اوسنیو حالاتو کې دا ډول اقدام به ډېرې منفي اغېزې ولري.»
ځواکونو لپاره ۴.۹ میلیارد ډالر بودیجه ځانګړې ده خو اوس د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې له دغه بودیجې به ۶۰۴ میلیون ډالر د مکسیکو سره د دېوال په جوړولو ولګوي.

د امریکا دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي دا پیسې د لګښت د سپمولو، د پروګرامونو د بدلون او د اړتیاوو د بدلولو په شمول له بېلابېلو سرچینو اخیستل شوي او له همدې کبله به دېوال ته د هغو انتقال د ځواکونو پر چمتووالي حداقل اغېز ولري.

خو افغان پوځي شنوونکي د امریکا دا اقدام د افغانستان له خلکو سره خیانت او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې طالبانو ته د روحیې ورکول بولي.

د پوځي چارو شنوونکی جنرال عتیق الله امرخېل په دې اړه جمهور خبري آژانس ته و ویل«د امریکا دا اقدام طالبانو ته د روحیې ورکول دي او له بلې خوا امریکا غواړي افغان حکومت ته ښکاره کړي، چې نور یې له پوځه مالي ملاتړ نه کوي، په اوسنیو حالاتو کې دا ډول اقدام به ډېرې منفي اغېزې ولري.»

د سیاسي چارو یو بل شنوونکی اکبرجان فولاد هم په دې وخت کې جګړو په افغانستان کې زور اخیستی، د امریکا له لوري له افغان پوځ
نوموړي جمهور آژانس ته و ویل« امریکا دا کار د پاکستان په غوښتنه اخیستی، ځکه په دې وروستیو کې پر طالبانو او په افغانستان کې د پاکستان پر عواملو د افغان ځانګړو او کمانډو ځواکونو عملیات خورا ګټور وو، چې دوام یې د پاکستان په مزاج برابر نه دی.»
سره د بودیجې کمول یو ناسنجول شوی او منفي اقدام بولي.

نوموړي جمهور خبري آژانس ته و ویل« امریکا دا کار د پاکستان په غوښتنه اخیستی، ځکه په دې وروستیو کې پر طالبانو او په افغانستان کې د پاکستان پر عواملو د افغان ځانګړو او کمانډو ځواکونو عملیات خورا ګټور وو، چې دوام یې د پاکستان په مزاج برابر نه دی.»

د ښاغلي فولاد په وینا دا چې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو جګړه له مالي او تسلېحاتي ملاتړ پرته ستونزمنه ده، نو ځکه پاکستان له امریکا غوښتي، چې پر افغان ځواکونو بودیجه راکمه کړي.

نوموړی وايي، که چېرې امریکا دا کار د پاکستان په خوښه نه وي کړی نو د امریکا لپاره دا ۶۰۰ میلیونه دالر دومره پیسې نه دي، چې له کوم بل ځایه یې پیدا کړې وای.

خو د ښاغلي فولاد په وینا که چېرې افغان حکومت خپل مرکزي عواید زیات، په اداراتو او ګمرکونو کې د فساد مخنیوی وکړي، نو دغه پیسې د امنیتي ځواکونو د لګښت لپاره پوره کولی شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي