۰

ناپېژانده وسله والو د ولسي جرګې د فرهنکي کمېسیون سلاکاره وژلې

شنبی ۲۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۸
ناپېزانده وسله والو کسانو د ولسي جرګې د فرهنګي کمېسیون سلاکاره او پخوانی خبریاله مینه منګل پلازمېنه کابل کې په یوه برید کې و وژله.
ناپېژانده وسله والو د ولسي جرګې د فرهنکي کمېسیون سلاکاره وژلې
ناپېزانده وسله والو کسانو د ولسي جرګې د فرهنګي کمېسیون سلاکاره او پخوانی خبریاله مینه منګل پلازمېنه کابل کې په یوه برید کې و وژله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن شنبې د غوايي ۲۱ مه د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند د کارته نو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم د دغه پېښې پخلی کړی او پر خپل ټوېټر یې لیکلي، چې اغلې منګل نن سهار ۷ بجې او ۲۰ دقیقې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې ترور شوې ده.

نوموړي ویلي، چې د مینې د پلار د ادعا پر اساس دغه پېشه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځ ته شوې، خو په اړه یې پلټنې روانې دي.

باید و ویل شي، چې مینې منګل له تېرو دوه کلونو راهیسې د ولسي جرګې د فرهنګي کمېسیون سره د سلاکارې په توګه دنده تر سره کوله او له هغې وړاندې یې په ځینو تلوېزیونو کې د خبریالې دنده هم تر سره کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي