۰

دایکنډي او فاریاب کې ماین چاودنو ۱۲ ملکیان وژلي

شنبی ۲۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۹
دایکنډي او فاریاب ولایتونو کې د سړک د غاړې ماین چاودنو کې د ماشومانو په ګډون ۲۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دایکنډي او فاریاب کې ماین چاودنو ۱۲ ملکیان وژلي
دایکنډي او فاریاب ولایتونو کې د سړک د غاړې ماین چاودنو کې د ماشومانو په ګډون ۲۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فاریاب کې ماین چاودنه وړمه ورځ خو په دایکندي ولایت کې پرون جمعه د غوايي ۲۰ مه رامنځ ته شوې ده.

سیمه ییز چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې پر ماشومانو خښ شوی ماین هغه مهال چاودلی چې دوی په سیمه کې څاروي څرول.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش ویلي دغه چاودنه د دولت آباد ولسوالۍ په چهارشان غو سیمه کې شوې ده، چې له امله یې څلور ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي، چې ماین طالبانو په سیمه کې اېښی و او د ټپیانو روغتیايي حالت هم نازک دی.

بل خوا پرون د دایکنډي ولایت د ناوه مېش ولسوالۍ بازار ته څېرمه د ولسي وګړو پر فلانکوچ موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده.

د ناوه مېش ولسوال حاجي بال خان وايي، په دغه چاودنه کې ۸ ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د ولسوال په وینا دا ماین طالبانو اېښی و خو طالبانو تر اوسه نه د دې او نه هم د فاریاب د پېښې په اړه غبرګون ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي