د پوهنې وزیر ډاکټر میرویس بلخي د افغانستان په استازیتوب د ایسیسکو په درېیمه فوق العاده غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوهنې وزارت په یوه خبرباڼه کې ویلي، محمد میرویس بلخي به د ایسیسکو په فوق العاده غونډه کې ګډون کوي چې په دې غونډه کې به د دغه سازمان نوی عمومي مدیر هم معرفي کېږي.
د سرچینې په وینا په دې غونډه کې به همدا راز د ایسیسکو د غړو هېوادونو لپاره پر نوو پلانونو او فعالیتونو هم بحثونه کېږي.
ډاکټر میرویس بلخي به هلته د افغانستان د فرهنګ او پوهنې د اوسني وضعیت په اړه خبرې کوي او پر نوو پرمختګونو به بحث وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل