کورنیو چارواکو وزارت وايي، افغان ځواکونو ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو څلور پټنځایونه له منځه وړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن پنشبې د غوايي ۱۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات تېره شپه د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ په خادیخېلو سیمه کې تر سره شوي دي.
وزارت وايي، په ترسره شویو عملیاتو کې د طالبانو څلور پټنځایونه چې په کې چاودېدونکي توکي، وسلې، ماینونه او مهمات هم و له منځه وړل شوي دي.
په ورته وخت د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو یو داعش ترهګر هم نیولی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل