بلخ کې د طالبانو د جلب و جذب مسوول نیول شوی دی

15 ثور 1398 ساعت 11:02

کورنیو چارو وزارت بلخ ولایت کې د ترهګرو بریدونو د یوه طراح د نیول کېدو خبر ورکړی، چې په ګڼو بریدونو کې یې لاس درلود.


کورنیو چارو وزارت بلخ ولایت کې د ترهګرو بریدونو د یوه طراح د نیول کېدو خبر ورکړی، چې په ګڼو بریدونو کې یې لاس درلود.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن یکشنبې د غوايي ۱۵ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دغه ترهګر تېره شپه په مزار شریف ښار کې نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو په مزارشریف ښار کې ځانګړي عملیات تر سره کړل، چې پر مهال یې د وسله والو طالبانو د ترهګرو بریدونو یو طراح ونیوه.

د کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شوی کس قاري عزیز نومېږي، چې د طالبانو لیکو ته د جلب و جذب او عشر او زکات راټولولو مسوولیت یې پر غاړه وو.

د وزارت په خبرپانه کې راغلي، چې نیول شوي کس په ګڼو ترهګرو بریدونو کې لاس درلود او دا مهال ترې پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116148

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116148/

جمهور
  https://www.jomhornews.com