۰

دفاع وزارت:غزني کې ۵۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي

یکشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۰
ملي دفاع وزارت غزني ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت:غزني کې ۵۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت غزني ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو تېره شپه (د غوايي ۱۴ مه) د غزني په اندړو، قره باغ او ده یک ولسوالیو کې عملیات تر سره کړي دي.

دفاع وزارت وايي، په دغه عملیاتو کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۵۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر سولې، مهمات او نقلیه وسایط یې له منځه وړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې عملیاتو کې له نورو طالبانو سره یو ځای وژل شوي دوه قوماندانان ابو خالد او سرحدي نومېږي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې افغان ځواکونو له یوې میاشتې راهیسې په غزني کې د طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړي، خو دا عملیات له تېرو دوه اوونیو راهیسې زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي