۰

تادین خان امنیتي ځواکونو ته: نور پر وسله والو رحم او زړه سوی مه کوی!

شنبی ۱۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۶
د وسله والو طالبانو له خوا د سولې د مشورتي لویې جرګې د وړاندیزو تر ردولو وروسته د کندهار امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان افغان ځواکونو ته امر کړی، چې نور پر وسله والو مخالفینو رحم او زړه سوی ونه کړي.
تادین خان امنیتي ځواکونو ته: نور پر وسله والو رحم او زړه سوی مه کوی!
د وسله والو طالبانو له خوا د سولې د مشورتي لویې جرګې د وړاندیزو تر ردولو وروسته د کندهار امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان افغان ځواکونو ته امر کړی، چې نور پر وسله والو مخالفینو رحم او زړه سوی ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مشورتی لویې جرګې ۳۲۰۰ غړو تر پنځو ورځو خبرو وروسته په یوه ۲۳ مادییز پرېکړه لیک کې له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل، چې اوربند وکړي او د سولې خبرې پیل کړي.

دوی د روژې مبارکې میاشتې په خاطر او د بین الاافغاني خبرو د پیل لپاره هم د دواړو لورو وغوښتل، چې فوري اوربند اعلان او جګړه بس کړي.

ولسمشر غني په جرګه کې د خپلې وینا پر مهال اوربند ته چمتوالی وښود او د روژې میاشتې د درناوي او سولې د خبرو د پیل د ښه نیت په خاطر یې د ۱۷۵ طالب زندانیانو د خوشي کولو اعلان وکړ.

خو وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خبرولو سره دغه جرګه د حکومت له خوا یوه نمایشتي او د ښاغلي غني د انزوا څخه د ژغورلو هڅه وبلله.

طالبانو په اعلامیه کې د اوربند خبره نه یوازې چې رد کړې، بلکې ټینګار یې کړی، چې د روژې په مبارکه میاشت کې د دوی په وینا جهاد لا ډېر ثواب لري او د اشغال تر پای ته رسېدو به دوی جهاد ته دوام ورکړي.

د طالبانو له دې اعلامیې وروسته د کندهار امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان په یوه ویډیو کې چې د کندهار د پوليسو د مطبوعاتي دفتر له لوري رسنیو ته لېږل شوې ویلي، پولیس سرتېرو ته يې د وسله والو پرضد د جدي غبرګون د ښودلو امر کړی.

نوموړي زیاته کړې، چې د وسله والو پرضد يې د خپلې دندې د پيل راهیسې له زغم څخه کار اخیستی، خو له دې وروسته به امنیتي ځواکونه د وسله والو پرضد هېڅ زغم ونه ‌لري.

تادین خان واي، د کندهار په شپږو ولسوالیو کې د وسله والو پرضد په عملیاتو کې پولیس ګڼې لاسته راوړنې لري، چې عملیات لا هم روان دي، چې له امله یې وسله وال پاکستان ته اوښتي او یا هم خپلو مرکزونو ته په شاه شوي دي.

هغه ویلي«ټولو قطعاتو ته مو جدي لار ښوونه کړې چې د وسله والو پرضد نور له جدیت څخه کار واخلي ځکه دوی غوښتل په پسرلي کې کندهار کې یو وحشت جوړ کړي، خو موږ يې مخه نیولې او دا خلګ نور د زړه سوي نه دي.»

په ورته وخت کې د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي وايي، افغان ځواکونو په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو یو لوی برید پر شا تمبولی، ۱۴ طالبان یې وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.

د هغه په وینا جګړه تېره شپه د سپین بولدک ولسوالۍ د نیکه پر امنیتي پوستو د طالبانو تر ډلیزه بریدونو وروسته پیل شوه، چې د سهار تر پنځو بجو پورې یې دوام درلود.

د کندهار د والي ویاند زیاته کړې، چې په دې جګړه کې درې پولیس هم وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي، چې د تازه دمه سرتېرو په رسېدو سره طالبان تښتېدلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار

 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي