۰

امریکا او طالبان نن بیا قطر کې خبرې پیلوي

شنبی ۱۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۵
ټاکل شوې د امریکايي پلاوي او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د شپږم پړاو خبرو په دوام ناسته نن شنبې د غوايي ۱۴ مه بیا په قطر کې پیل شي.
امریکا او طالبان نن بیا قطر کې خبرې پیلوي
ټاکل شوې د امریکايي پلاوي او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د شپږم پړاو خبرو په دوام ناسته نن شنبې د غوايي ۱۴ مه بیا په قطر کې پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خلیلزاد او طالبانو تر منځ خبرې د سولې شپږم پړاو خبرې د تېرې چهارشنبې په ورځ د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شوې وې، چې تر دوه ورځو خبرو وروسته پرون جمعه په کې دمه راغلې وه.

قطر کې طالب سرچینو ویلي، چې له امریکایي پلاوی سره خبرې پرون درول شوې وې او ټاکل شوې نن بیا دا خبرې پیل شي.
که څه هم تر اوسه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو تر دوه ورځو خبرو وروسته خلیلزاد طالبانو ته وړاندیز کړی و، چې نور وخت رارسېدلی، چې طالبان وسله پر ځمکه کېږدي او جګړه ودروي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو د خلیلزاد دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې تر چې اشغالګر ځواکونه افغانستان کې وي، جهاد به دوام ولري.

هغه ویلي، خلیلزاد د دې پر ځای چې طالبانو ته د جګړې د درولو او وسولو د اېښودولو وړاندي کوي، ښه به دا وي، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ورسره خبرې وکړي او لارې ورته ولټوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي