۰

طالبانو د سولې د مشورتي لویې جرګې غوښتنې رد کړې

شنبی ۱۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۶
وسله والو طالبانو د سولې مشورتي لویه جرګه د حکومت له لوري یوه نمایشي او له انزوا څخه د ولسمشر غني د ژغورلو هڅه بللې او د جرګې وړاندیزونه یې رد کړي دي.
طالبانو د سولې د مشورتي لویې جرګې غوښتنې رد کړې
وسله والو طالبانو د سولې مشورتي لویه جرګه د حکومت له لوري یوه نمایشي او له انزوا څخه د ولسمشر غني د ژغورلو هڅه بللې او د جرګې وړاندیزونه یې رد کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سولې په تړاو مشورتي لویه جرګه، چې د ۳۲۰۰ غړو او ۳۰۰ مېلونو په ګډون د تېرې دوشنبې د اوايي ۹ مه کابل کې پیل شوې وه، پرون جمعه د غوايي ۱۳ مه پای ته ورسېده.

د جرګې غړو په ۵۰ کمېټو کې په یوه خوله د اوربند، د بین الاافغاني خبرو، د زندانیانو د خلاصون، د نظام، اساسي قانون، ملي حاکمیت او تېرو ۱۸ کلونو د لاس ته راوړنو د ساتنې، طالبانو ته په افغانستان کې د دفتر ورکولو، له مهال وېش سره سم د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د سولې له تړون وروسته د نړیوال ضمانت او د ګاونډیو د نه مداخلې غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني د جرګې په وروستۍ وینا کې سولې ته د چمتوالي او د جرګې غوښتنو ته د درناوي په خاطر و ویل، چې د جرګې پرېکړې به د حکومت نقشه وګرځوي او عمل به پرې وکړي.

هغه د ښه نیت ښودو په موخه د ۱۷۵ طالب زندانیانو د خوشي کولو اعلان وکړ، او دغه راز یې د اوربند او طالبانو ته د دفتر ورکولو ته چمتوالی وښوده.

خو له دې ټولو سره طالبانو په یوه اعلامیه کې د سولې مشورتي لویه جرګه د حکومت له لوري یوه نمایشي او له انزوا څخه د ولسمشر غني د ژغورلو هڅه بللې او د جرګې وړاندیزونه یې رد کړي دي.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، چې په دغه جرګه کې ګډونوال زیاتره هغه کسان وو چې په تېرو ۱۸ کلونو کې یې په حکومت کې دندې تر سره کړې، نو ځکه یې د دوی په وینا هڅې هم د اشغالګرو ملاتړ او د هغوی پاتې کېدل دي.

طالبانو په خبرپاڼه کې ویلي«دا جرګه په هېڅ ډول له ولسه استازتوب نه شي کولی، په داسې حال کې، چې نیمايي سیاسیون او د کابل ادارې ورسره پرېکوڼ کړی وو، دا جرګه یوازې د پیسو د لګولو، د خلکو د افکارو د بوختولو او د غني د انزوا څخه د ژغورل هڅه وه.»

باید و ویل شي، چې د جرګې د ګډونو یوه غوښتنه هم د زندانیانو د خلاصون وه، چې ولسمشر غني هم د ۱۷۵ زندانیانو د خلاصولو اعلان وکړ او دغه راز یې پر طالبانو غږ وکړ، چې خپل کمېسیون راولېږي تر څو د نورو زندانیانو پر خوشي کولو هم خبرې وکړي.

خو طالبانو چې دوی تر اوسه ګڼ شمېر زندانیان خوشي کړي دي او خپل دې کار ته ښايي دوام ورکړي.

طالبانو په اعلامیه کې ټینګار کړی، تر چې هېواد کې اشغال ته پای ټکی نه وي اېښودل شوی او یو سوچه رښتینۍ اسلامي نظام نه وي رامنځ ته شوی تر هغې به جهاد دوام ولري او هېڅوک یې د درولو او ځنډ توان نه لري.

لویې جرګې یوه غوښتنه دا هم وکړه، چې د روژې په خاطر باید حکومت او طالبان اوربند اعلان کړي، چې ولسمشر غني ورته چمتوالی وښوده، خو ټینګار یې وکړ، چې اوربند یو اړخیزه نه کېږي، که طالبان چمتو وي، افغان دولت هم چمتو دی، چې په تخنیکي اړخ یې کار وکړي.

خو طالبانو په اعلامیه کې ویلي، دا چې جهاد یو فرض عمل او ښه عبادت دی، نو تر سره کول یې په روژه کې تر نورو میاشتو ښه ثواب لري.

طالبانو دا هم ویلي، چې د دوی جنګیالي په روژه او غیر روژه کې د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه کوي او په هېڅ برید کې یې هغوی ته زیان نه دی رسولی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی دا مهال له امریکایانو سره پر خبرو بوخت دي او کله چې له هغوی سره یوې پرېکړې ته ورسېد، چمتو دي، چې له کورنیو اړخونو سره هم د ستونزو پر هواري خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي