۰

استاد سیاف: یو کس ته د کمپاین لپاره نه یو راټول شوي/ د مشورتي جرګې کاري کمېټو د ګزارش ورکولو لړۍ پیل کړه

پنجشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۸
د سولې مشورتي لویې جرګې څلورمه ورځ د ۵۰ ګونه کاري کمېټو د ګزارش په ورکولو سره پیل شوه او د هرې کمېټې رییس خپل وړاندیزونه او مشورې د جرګې له ګډونوالو سره شریک کړلږ
استاد سیاف: یو کس ته د کمپاین لپاره نه یو راټول شوي/ د مشورتي جرګې کاري کمېټو د ګزارش ورکولو لړۍ پیل کړه
د سولې مشورتي لویې جرګې څلورمه ورځ د ۵۰ ګونه کاري کمېټو د ګزارش په ورکولو سره پیل شوه او د هرې کمېټې رییس خپل وړاندیزونه او مشورې د جرګې له ګډونوالو سره شریک کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نن پشنبې غوايي ۱۲ مې په عمومي ناسته کې د جرګې رییس استاد عبدالرب رسول سیاف و ویل، چې په دغه جرګه، د افغانستان ولس، نړیواله ټولنه حساب کوي، او که چېرته کوم نیوکه یا غوښتنه وي، نو هغه دې د دجرګې د نظم او دسېپلین په خاطر په کاغذ ولیکي او ادارې پلاوي ته یې د ولېږي.

هغه زیاته کړه«موږ دلته د چا د ملاتړ او د یوه مشخص کس د کمپاین لپاره نه یو راټول شوي، وړاندې له دې د غوندې د اجنډا پر یووالي شکونه، خو که په وروستۍ اعلامیه کې اشارتآ، دلاتآ او یا صراحتآ د چا ملاتړ شوی وو، نو و ويي، چې دا اعلامیه زموږ نه ده.»

ښاغلي سیاف د جرګې غړو ته په خطاب کې و ویل، چې دولت تاسو ته مراجعه کړې، تاسو رایه ورکوی او هېڅ کس نه شي کولی خپله رایه او خوښه پر تاسو وتپي.

نوموړي د جرګې په پیل کړې اداري پلاوي ته لارښوونه وکړه، چې د کمېټو د راپور اورېدلو لړۍ پیل کړي، چې وروسته به ټول راپورونه سره یو ځای او د نچوړ وروسته به ترې ګډه اعلامیه خپره کړي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې رییس استاد سیاف هیله څرګنده کړه، چې د دغه جرګې ټولې هڅې په افغانستان کې د تل پاتې، باغزته او یوې داسې سولې لامل شي، چې په هېواد کې جګړې ته د پای ټکی کېږي.

باید و ویل شي، چې د ښاغلي سیاف تر وینا وروسته یو په بل پسې د کمېټو مشران د دریځ سر ته راځي او خپل راپورونه وړاندې کوي، چې تر ډېره راپورونه او په کې وړاندیزونه او غوښتنې په کې یو شان ښکاري.

ټول د اوربند، له طالبانو سر پر مخامخ خبرو، د اساسي قانون، نظام، ټولو حقوقو، ملي حاکمیت، د ۱۸ کلونو د لاس ته راوړنو پر ساتلو ټینګار کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي