۰

ملګرو ملتونو مسعود اظهر د ترهګرو په لېست کې شامل کړه

پنجشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۰
د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې پاکستان کې مېشتې وسله والې جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر د نړیوالو ترهګرو په لېست کې شامل کړ.
ملګرو ملتونو مسعود اظهر د ترهګرو په لېست کې شامل کړه
د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې پاکستان کې مېشتې وسله والې جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر د نړیوالو ترهګرو په لېست کې شامل کړ.

د جمهور خبري آژانس د له مخې ملګرو ملتونو له وړاندې هڅه کوله، چې دغه ډله او مشر یې په تور لېست کې شامل کړي، خو هر ځل به د چین له مخالفت سره مخ شول.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي، مسعود اظهر چې په پاکستان کې اوسي، د دې لپاره په تور لېست کې داخل کړ، چې له القاعده شبکې او نورو نړیوالو ترهګرو سره اړیکې لري.

راپورونه وايي، وروسته تر دې د جیش محمد ډلې بندیز او د دغه ډلې مشر په تور لېست کې شامل کړي، چې چین هم موافقه وکړه.

باید و ویل شي، چې د جېش محمد ډله له ۲۰۰۱ میلادي کال را په ‌دې خوا د ملګرو ملتونو په نړیوال ترورستي لېست کې ده.

دا ډله په پاکستان کې ده او د فبروري د ۱۴مې نېټې د برید مسؤلیت یې منلی دی چې په کشمیر کې یې ۴۰ هندي سرتیرې ووژل. دا پیښه د هند او پاکستان ترمنځ د شخړو لامل شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي