د ځینو امریکایي سرچینو په باور په دوحه کې د امریکایي او طالبانو د پلاوو تر منځ خبرې په څلورو ټکو راڅرخي، چې نن هم روانې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا او طالبانو تر منځ شپږم پړاو خبرې پرون چهارشنبې د غوايي ۱۱ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شوې.
د خبرو تر پیل وړاندې ملا عبدالغني برارد او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ولیدل او پر سوله یې خبرې وکړې.
سرچینې وايي، دغه خبرې نن پشنبې د غوايي ۱۲ مه هم دوام لري، چې په څلورو ټکو، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل، د ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکو پرېکول، له افغان حکومت سره مخامخ خبرې او اوربند راټولې دي.
د متحد ایالاتونو نړیواله رسنۍ «UPI» خبر ورکوي چې په دوحه کې دا ځل خبرې تر بل هرځل د متحد ایالاتونو او طالبانو ترمنځ د لوړې کچې دي.
طالبانو هم د دې پخلی کړی، چې ملا برادر له خلیلزاد سره لیدلي او د سولې په تړاو خبرې پیل شوې، خو وايي، ملابرادر خلیلزاد ته ویلي، تر چې د ځواکونو پر ایستلو او د نورو پر ضد د افغان خاورې نه استعمالولو موضوع نه وي وروستۍ شوې، پر نورو مسایلو خبرې نه شي کېدای.
جمهورخبري آژانس:کابل