۰
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:

له افغانستان سره خپلمنځي اختلافات باید له دېیمکړي پرته حل کړو

چهارشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۳
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي پاکستان او افغانستان باید خپلې ستونزې او خپل منځي اختلافات له دېیمګړي پرته حل کړي.
له افغانستان سره خپلمنځي اختلافات باید له دېیمکړي پرته حل کړو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي پاکستان او افغانستان باید خپلې ستونزې او خپل منځي اختلافات له دېیمګړي پرته حل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي دغه څرګندونې پرون سه شنبې د غوايي ۱۰ مه د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز ډیالوګ تر نامه لاندې غونډه کې د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، اوس د دې وخت رارسېدلی، چې دا دوه ګاونډي هېوادونه خپلمنځي واټنونه له منځه یوسي او دواړه لوي خپلو کې خبرو ته سره کېني.

هغه ټینګار کړي، چې افغانستان او پاکستان ته په کار ده چې خپلې شریکې ستونزې وپېژني او د هغو د حل کولو لپاره په ګډه حل لارې ومومي.

قریشي په افغانستان کې سولې ته د خپل هیواد لېوالتیا ښکاره کړه، ویې ویل، چې په افغانستان کې له ثبات پرته په سیمه کې اقتصادي وده نه شي رامنځ ته کېدای.

د هغه په وینا پاکستان اراده لري، چې له افغانستان سره خپلې دوه اړخیزه اړیکې او همکاري زیاته کړي ځکه چې په پاکستان کې ثبات او اقتصادي پرمختګ له افغانستان پرته ناشونی دی.

هغه ویلي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په توګه غواړي، د افغانستان او پاکستان خلک یوځای کرکټ وکړي، له شماله جنوب ته د انرژۍ صادرات وویني او له نوي اقتصادي کوریدور څخه ګټه واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې وړمه ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د سولې مشورتي لویې جرګې د پرانستې په وینا کې په ځانګړې توګه پاکستان ته په اشارې سره و ویل، چې افغانستان د ټولو ګاونډیو او سیمې له هېوادونو سره ښې، دوستانه او په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې افغان حکومت غواړي افغانستان بیا د آسیا د تمدن او اقتصادي څلور لاري په مرکز بدل کړي، نو ځکه ګاونډیو او د سیمو هېوادونو ته پکار ده، چې افغانستان کې جګړې ته د لمن وهلو پر ځای د دغه هېواد په سوله او ثبات کې همکاري وکړي.

ولسمشر غني زیاته کړې وه، چې افغانستان د پاکستان پر مخ د منځنۍ آسیا ټولې لارې خلاصې کړې او پاکستان ته هم ښایي، چې د هند تر اوبو پورې افغانستان ته ترانزیټي لار ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي