د افغان سولې په برخه کې له امریکا سره د پاکستان د همکارۍ هر ځلي هوکړې او بیا پرې نه عمل ته په اشارې ځینې سیاسي شنوونکي باوري دي، چې دغه دواړه هېواد د سیمې په اړه په سیاستونو کې سره یو شان او یوازې په ژبه اختلاف لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیاسي شنوونکي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره پلاوی سره پاکستان یو ځل بیا هوکړه کړې، چې د افغان سولې په برخه کې به همکاري کوي.
پاکستان تر دې وړاندې هم په وار وار له امریکا او دغه راز له افغان دولت سره د سولې په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې، خو د دواړو هېوادونو د چارواکو په وینا تر اوسه یې عملي اقدام نه دی کړی.
د پاکستان تر هځلي ژمنې وروسته افغان او امریکايي چارواکو ویلي، چې دغه هېواد د افغان سولې په برخه کې رښتینی نه دی او په افغانستان کې خپل یو لاسپوځی حکومت غواړي.
دغه راز پاکستان یې په سیمه او نړۍ کې د ترهګرو په ملاتړ او تمویل هم تورن کړی او ویلي یې دي، چې دغه هېواد د ترهګرو د ملاتر پر بنسټ غواړي په سیمه کې خپلو اهدافو ته ورسېږي.
د افغان سولې په برخه کې له امریکا سره د پاکستان د همکارۍ دغه بیا ځلي ژمنې ته د شک په سترګه ګوري او وایي، دغه دواړه هېوادونه د سیمې په اړه په سیاستونو کې یو شان دي. خپلې ګټې پالي او یوازې یې پر ژبه اختلاف څرګندوني.
د شنوونکو په بار پاکستان په افغانستان کې یوازې هغه سوله غواړي، چې حکومت یې د اسلام آباد تابع او په سیمه کې د دوی او امریکا ګډ اهداف پلي کړي.
سیاسي شنوونکي شکېب منتظري
جمهور خبري آژانس ته خبرو کې و ویل، چې پاکستان تر وروستي حده هڅه کوي، چې افغانستان کې د سولې مخنیوی وکړي.
د هغه په وینا که پاکستان له افغان سولې ملاتړ وکړي، نو په سیمه کې به خپل نیم قدرت راکم کړي او پر عکس یې که جګړه دوام وکړي، د پاکستان قدرت دوه برابره نور هم زیاتېږي، نو ځکه سوله نه بلکې جګړه غواړي.
دی وایي، که څه هم د افغان سولې په اړه په دې وروستیو کې د نړیوالې اجماع رامنځ ته کېدو پاکستان تر یوه حده اړ کړی، چې موافقه وښي، خو په عمل کې هڅه کوي، چې سوله څنډې ته شي.
منتظري و ویل«پاکستان په افغانستان کې پر ۲۰ فعالو ترهګرو ډلو نفوذ لري، خو که د سولې په برخه کې همکاري هم کوي، نو د داسې سولې هڅه به کوي، چې حکومت یې د اسلام آباد تابع وي.»
د سیاسي چارو یو بل شنوونکی رحمت الله بېژن پور بیا یوه بل ټکي ته اشاره کوي وايي، اسلام آباد په افغانستان کې د هند رول کمولو او څندې کولو لپاره تر وروستي بریده هڅه کوي، چې افغانستان کې جګړه دوام ولري.
نوموړي د افغان سولې پر سر د واشنګټن او اسلام آباد اختلاف ته په اشارې سره
جمهور خبري آژانس ته و ویل، هغه څه چې ویل کېږي دغه دواړه هېواد سره اختلاف لري، عیني او عملي واقعیتونه نه دي.
د هغه په وینا د سیمې په اړه د امریکا او پاکستان د سیاسیتونو اساسي کرښې سره یو شان دي او د ژبې پر سره هغه اختلافونه، چې کله کله د دغه هېوادونو د چارواکو تر منځ راپورته کېږي، عملي بڼه نه لري.
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش