۰

امریکا او پاکستان د افغان سولې برخه کې پر همکارۍ موافقه کړې

سی شنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۸
پاکستانۍ رسنۍ وايي، امریکايي او پاکستاني چارواکو د افغانستان د سولې پروسه کې په خپل منځي اړیکو او همکاریو موافقه کړې ده.
امریکا او پاکستان د افغان سولې برخه کې پر همکارۍ موافقه کړې
پاکستانۍ رسنۍ وايي، امریکايي او پاکستاني چارواکو د افغانستان د سولې پروسه کې په خپل منځي اړیکو او همکاریو موافقه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الېس ویلز پرون اسلام آباد ته ولاړ.

پاکستاني رسنۍ وايي، خلیلزاد او مېرمن ویلز له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې او په ځانګړي ډول واشنګټن او اسلام آباد تر منځ په دوه اړخیزه اړیکو خبرې وکړې.

ویل کېږي دواړو لورو د افغانستان سوله یو تاریخي فرصت وباله او یو بل ته یې په دې برخه کې د همکارۍ او خپل منځي اړیکو د ټنګښت ډاډ ورکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له امریکايي پلاوي سره یې پر افغان سوله او خپل منځي اړیکو پر دوام موافقه کړې ده.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پاکستاني چارواکو د افغانانو تر منځ خپل منځي خبرو ټینګار وکړ او دا یې د سولې د پرمختګ لپاره مهم ټکی وباله.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دواړو لورو ټینګار وکړ، چې د افغانستان د سولې پروسه د دغه اوږدې جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو تاریخي فرصت دی او پکار ده، چې ټول ټول نفوذ لرونکي افغانان او د افغانستان ګاونډیان په دې پروسه کې مهم رول ولوبوي.

ټاکل شوې، چې خلیلزاد تر دې وروسته قطر ته ولاړ شي او له طالبانو سره د سولې د خبرو بل پړاو پیل کړی او له هغې ځایه بیا هند ته ولاړ شي.

خلیلزاد د خپل اووم سفر په ترڅ کې لومړی برېتانیا، بیا روسیې، ورپسې افغانستان او وروسته پاکستان ته ولاړ او د دغه هېوادونو له چارواکو سره یې پر سوله خبرې وکړې.

هغه وړاندې ویلي و، چې د سفر موخه یې د افغان سولې لپاره د لا زیات نړیوال ملاتړ جلبول او دغه راز په افغانستان کې دغه اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښودل دي.

مسکو کې د روسیې، امریکا او چین تر ګډې غونډې وروسته خلیلزاده زیاته کړې وه، چې د افغان سولې په برخه کې امریکا نړیوالې اجماع ته نېږدې شوې، خو پاکستان ته تر سفر وړاندې یې کابل کې ویلي وو چې لا هم د سولې په اړه سیمه ییزه اجماع نشته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي