د ګڼ شمېر سیاستوالو او سیاسي ګوندونو له مخالفتونو سره سره ټاکل شوې د سولې په تړاو لویه مشورتي جرګه نن دوشنبې د غوايي ۹ مه کابل کې جوړه او پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه جرګې ته چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه کابو درې زره استازي راغوښتل شوي ښايي تر څو شېبو پورې د ولسمشر غني په وینا پرانستل شي.
د جرګې غړي به تر دریو ورځو پورې په جلا جلا کمېټو کې د سولې په اړه نظرونه سره شریک او حکومت ته به د سولې په اړه کړنلاره پر لاس ورکړي.
د دغه جرګې لپاره کابل کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي، او ان د لویې جرګې خواته سیمو کې پلیو خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل