۰

امریکا کې پر یوه کلیسا په برید کې یو ښځه وژل شوې ده

یکشنبه ۸ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۷
د امرکیا د کیلیفورنیا ایالت کې پر یوه یهودي کلیسا وسله وال کس برید کړی او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده،.
امریکا کې پر یوه کلیسا په برید کې یو ښځه وژل شوې ده
د امرکیا د کیلیفورنیا ایالت کې پر یوه یهودي کلیسا وسله وال کس برید کړی او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید د یوه نولس کلن وسله وال له خوا د د کیلیفورنیا ایالت په سانتایاگو ښار د یهوادنو پر عبادتځای شوی دی.

راپورونه وایي، په دغه برید کې یوه ښځه وژل شوې او د یوې ښځې په ګډون درې تنه ټپیان شوي دي.

پولیس وايي، بریدګر یې نیولی، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د امریکا ولسمشرټرمپ برید په کلکو ټکو غندلی دی.

باید و ویل شي، چې  شپږ میاشتې مخکې په پیټرس برګ کې پر یهودانو په یوه برید کې یولس تنه وژل شوي و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي