۰

د کورنیو چارو وزارت: بغلان کې پولیسو پر لاریونوالو ډزې نه دي کړې

شنبی ۷ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۰
کورنیو چارو وزارت هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې پولیسو په بغلان ولایت کې پر لاریون والو ډزې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت: بغلان کې پولیسو پر لاریونوالو ډزې نه دي کړې
کورنیو چارو وزارت هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې پولیسو په بغلان ولایت کې پر لاریون والو ډزې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تېره ورځ بغلان ولایت کې ولسي جرګې ته د یوه نوماند محبوب الله غفاري پلویانو لاریون کړی و او د کابل- بغلان لار یې تړلې وه.

راپورونه وايي، محبوب الله غفاري د درغلۍ او فساد په تور کابل کې نیول شوی او نور یې د بغلان د بریالیو وکیلانو له وروستي نوملړه ایستل شوی دی.

په همدې خاطر د هغه پلویانو لاریون کړی و، چې د دوی په وینا پولیسو پرې ډزې کړې او ځینو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د کورنیو چارو وزارت د لاریونوالو دغه ادعا او په دې اړه خپاره شوې راپورونه په کلک رد کړي او بې بنسټه یې بللي دي.

د کورنیو چارو وزارت نصرت رحیمي وايي، پر ټولنیزو رسنیو داسې ویل شوي، چې پولیسو پر لاریون کوونکو ډزې کړې دي.

خو په وینا یې داسې نه ده، بلکې یوه مقناطصي ماین چاودنه کې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

رحیمي وايي، تر اوسه معلومه ده، چې ماین وسله والو مخالفینو اېښی و او که د لاریون والو له خوا ځای پر ځای شوی و، خو په اړه یې پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي