د جرمني مرستیال دفاع وزیر توماس سلبرهون وایي، هېواد یې له افغانستان سره په نظامي برخه کې خپلو مرستو ته ژمن دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سلبرهون دغه څرګندونې نن پنشنبې د غوایي ۵ مه د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکترعبدالله سره په لیدنه کې کړې دي.
د اجرائیه ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه وایي، ښاغلي عبدالله د خپل کار په دفتر کې د جرمني له مرستیال دفاع وزیر سره ولیدل او په افغانستان کې یې د دغه هېواد د ځواکونو د ماموریت له دوام نه هرکلی وکړ.
خبرپاڼه وايي، په دغه ناسته کې دواړو لوریو د افغان سولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو پر رول هم ټینګار کړی دی.
د جرمني مرستیال دفاع وزیر له افغان امنیتي ځواکونو نه د ملاتړ تر څنګ زیاته کړې چې هېواد یې په نظامي برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ژمن دی.
توماس سلبرهون له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو هڅې ستایلې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل