د کورنیو چارو وزارت لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو د کمېسیون د یو مشر او د هغه د یوه بل ملګري د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن پنشنبې د غوايي ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ګډو ځواکونو تېره شپه د لوګر ولایت د مرکز اړوند پادخاب شانه سیمه کې عملیات کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو د کمېسیون مشر کریم له خپل یوه بل ملګري سره یو ځای نیول شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي له یادو کسانو یو میل تفنګچه، دوه شاجورونه او څه باندې ۵۵۰ ډزه مرمۍ هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل