۰

کابل: په یوه خصوصي پوهنتون کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

پنجشنبه ۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۲
د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې په یوه خصوصي پوهنتون کې چاودنې درې تنه ټپیان کړي دي.
کابل: په یوه خصوصي پوهنتون کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل
د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې په یوه خصوصي پوهنتون کې چاودنې درې تنه ټپیان کړي دي.

دغه چاودنه نن پنشبې د غوايي ۵ مه د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند سیمه کې د جهان په نوم د یوه خصوصي پوهنتون په انګړ کې رامنځ ته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې چاودنه د پوهنتون په انګړ کې د اېښودل شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې.

د رحیمي په وینا لومړي معلومات ښيي، چې د چاودنې له امله درې تنه د ښيښو د ماتېدو په سبب ټپیان شوي، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې محصلین دي که بل څوک.

دا لومړی ځل دی، چې پلازمېنه کابل کې په یوه خصوصي پوهنتون کې چاودنه رامنځ ته کېږي.

د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي