۰

اروپايي هېوادونو د افغان سولې او افغان ځواکونو د ملاتړ ژمنه کړې

پنجشنبه ۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۵
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسېدو او دغه راز د افغان سولې او افغان ځواکونو پر ملاتړ ټينګار کړی دی.
اروپايي هېوادونو د افغان سولې او افغان ځواکونو د ملاتړ ژمنه کړې
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسېدو او دغه راز د افغان سولې او افغان ځواکونو پر ملاتړ ټينګار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اروپايي ټولنې هېوادونو دغه ژمنه د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې کړې ده.

خلیلزاد چې پرون پنشنبې د غوايي ۴ مه لندن کې د برېتانیا، ایټالیا، فرانسې، ناروې، جرمني او اروپايي ټولنې له ځانګړو استازو سره د افغانستان پر مسئله خبرې کړې دي.

د برېتانیا د حکومت د اړیکو اداره وايي،د اروپايي هېوادونو استازو له خلیلزاد سره خبرو کې په افغانستان کې د سولې له ټولو هڅو د ملاتړ ژمنه وکړه.

سرچینه زیاتوي، یادو لورو پر افغان سوله خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې په دغه هېواد کې باید روانه جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

اروپايي هېوادونو ویلي، دوی په افغانستان کې ددایمي ثبات غوښتونکي دي او هیله لري چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره شي او دواړه لوري یوې عملي هوکړې ته سره ورسېږي.

د برېتانیا د حکومت د اړیکو اداره زیاتوي، اروپايي ټولنې همدا راز ټینګار کړی، چې دوی د افغان پوځ ملاتړي دي او د ترهګرۍ ضد روانه مبارزه کې به یې همکاري کوي.

په ورته وخت کې زلمي خلیلزاد هم ویلي، چې دی د افغان سولې لپاره د نړیوال ملاتړ په پیاوړتیا پسې وتلی دی او له ټولو ملګرو هېوادونو به وغواړي چې د افغانستان د سولې په مسئله کې خپله همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي