۰

تخار، زابل، ارزګان او میدان وردګو کې ۳۳ طالبان وژل شوي دي

چهارشنبه ۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۰
پوځي چارواکو په تخار، زابل، اروزګان او میدان وردګو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
تخار، زابل، ارزګان او میدان وردګو کې ۳۳ طالبان وژل شوي دي
پوځي چارواکو په تخار، زابل، اروزګان او میدان وردګو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۱۷ پامیر، ۲۰۳ تندر او ۲۰۵ اتل قول اردوګانو نن چهارشنبې د غوايي ۴ مه جلا جلا خبرو پاڼو کې ویلي، په دې عملیاتو کې ۶۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

۲۱۷ پامیر قول اردو ویلي د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو پر مهال ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، په دې عملیاتو کې د مامور حسنو شهر کهنه، ملا دیګک او تپه آی خانم سیمې له وسله والو طالبانو پاکې شوې دي.

بل خوا ۲۰۵ اتل قول اردو په خبرپاڼه کې ویلي، د زابل به اټغر او نوبهار ولسوالیو کې د کمانډويي عملیاتو او هوايي بریدونو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي، پنځه تنه ټپیان او ۱۷ ژوندي نیول شوي دي.
 
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۱۰ عرادې موټر سایکلونه او یو عراده موټر هم له منځه وړل شوي دي.

په ورته وخت کې ۲۰۳ تندر قول اردو هم ویلي، چې د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي